اشک آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف په بلنه په دوره ورځنۍ سركاري دوره اشك آباد ته ورسيد۔ په اشک آباد نړيوال هوائي ډګر د تركمانستان د كابينې نائب چيئرمېن او د ټرانسپورټ او مواصلات مشر اېم خان چیکیئف د وزیراعظم او پاکستانی پلاوي هركلے وكړو۔ په روايتي جامو كښې كوچنيانو په خپل مخصوصي كلتوري انداز كښې وزيراعظم ته هركلے اووې او هغه ته …
وزيراعظم شهباز شريف د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره اشك آباد ته ورسيد
اشک آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف په بلنه په دوره ورځنۍ سركاري دوره اشك آباد ته ورسيد۔ په اشک آباد نړيوال هوائي ډګر د تركمانستان د كابينې نائب چيئرمېن او د ټرانسپورټ او مواصلات مشر اېم خان چیکیئف د وزیراعظم او پاکستانی پلاوي هركلے وكړو۔ په روايتي جامو كښې كوچنيانو په خپل مخصوصي كلتوري انداز كښې وزيراعظم ته هركلے اووې او هغه ته يۍ ګلدسته وړاندې كړه۔ وزيراعظم به نن د جمعې په ورځ په اشك آباد كښې په كېدونكي د امن او باور نړيوال كال ٬ د غېر جانبدارۍ نړيولې ورځ او د تركمانستان د 30 كلنې مستقلې غېر جانبدارۍ سالګرې سره اړوند فورم كښې ګډون كوي۔ نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس خان لغاري ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي او طلحه بركي هم وزيراعظم سره پلاوي كښې شامل دي۔












