ملګري ملتونه ۔11دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلیچر وئېلي دي افغانستان دا وخت يو ډېر سنګین شبري بحران سره مخ دے چرته به چې په كال 2026 كښې نزدې 2 کروړه 20 لاکھه كسان مرستې ته ضرورت لري ۔ د شنهوا تر مخه سلامتي کونسل ته بریفنګ كښ هغه ووئېل په مېرمنو او انجونو لګېدلو بندېزونو، پرله پسې معاشي جړقونو ، د اوږد …
افغانستان كښې شدید بشري بحران ، په كال 2026 كښې به 2 کروړه 20 لاکھه كسانو ته د مرستې ضرورت وي ، د ملګرو ملتونو خبردارے
ملګري ملتونه ۔11دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلیچر وئېلي دي افغانستان دا وخت يو ډېر سنګین شبري بحران سره مخ دے چرته به چې په كال 2026 كښې نزدې 2 کروړه 20 لاکھه كسان مرستې ته ضرورت لري ۔ د شنهوا تر مخه سلامتي کونسل ته بریفنګ كښ هغه ووئېل په مېرمنو او انجونو لګېدلو بندېزونو، پرله پسې معاشي جړقونو ، د اوږد جنګ اثرات او سږ كال د مرستې فنډز كښې په لويه بېمانه کمي صورتحال لا پیچلے كړے دے ۔ ټام فلیچر تر مخه د لوږې ښکار افغانانو شمېره 1 کروړ 74 لاکھه ته رسېدلې ده ، دغسې ټول هېواد كښې بنیادي خدمات باندې شدید فشار راغلے ۔ په كال 2025 كښې د 26 لاکھه نه د زياتو افغان كډوالو ستنېدو بحران لا زيات كړے دے ، چې پكښې 60 فیصده مېرمنې او ماشمان شامل دي ۔ هغه خبردارے وركړو چې پاکستان كښې د 25 لاکه افغانانو قانوني حیثیت ختېدو نه پس به لا په لويه پیمانه د ستنېدو په صورت حالات ډېر تشویشناک كېدې شي ۔ د فندنګ کمے په سبب د غذائیت او د روغتيا په سوو مراکز بند شوي دي ، چې پكښې په لاکھونو كسان د بنیادي سهولتونو نه محروم شوي ۔ د ټام فلیچر وېنا وه كه د مرستې په اسانيو كښې سمدستي زياتوالے ونه شو ٬ نو كال 2026 كښې د ژوند بچ كونكې مرسته لا د کمیېدو خطر دے، دغسې په هېواد كښې لوږۍ، د روغتيا بحران او د تحفظ اندیښنې د وړاندې نه ډېرې زياتې دي ۔










