ملګري ملتونه ۔11دسمبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي جارجټ ګیګنن خبردارے وركړے دے چې په افغانستان كښې په بشري بحران كښې د شدت له امله د ميرمنو او انجونو حقونه پرله پسې اغيزمند كيږي۔ جارجټ ګیګنن سلامتي كونسل ته ووئيل اګركه په افغانستان كښې په مجموعي توګه امنيتي صورتحال پرسكون ليدلے شي خو پاكستان سره په پوله د كړكېچنې وضعې او عسكري فعاليتونو له امله بريدونه …
افغانستان كښې په بشري بحران كښې د شدت له امله د ميرمنو او انجونو حقونه پرله پسې اغيزمند كيږي: ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔11دسمبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي جارجټ ګیګنن خبردارے وركړے دے چې په افغانستان كښې په بشري بحران كښې د شدت له امله د ميرمنو او انجونو حقونه پرله پسې اغيزمند كيږي۔ جارجټ ګیګنن سلامتي كونسل ته ووئيل اګركه په افغانستان كښې په مجموعي توګه امنيتي صورتحال پرسكون ليدلے شي خو پاكستان سره په پوله د كړكېچنې وضعې او عسكري فعاليتونو له امله بريدونه كيږي۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان عبوري چارواكي نړيوالې ورورولۍ سره د رابطو موقعې له پامه غورځوي او يا يۍ مسترد كوي۔ هغه ووئيل په افغانستان كښې انجونې او مېرمنې تر زده كړو لاس رسنه نه لري چې ورسره د هېواد په سباؤن كښې د ډاكټرانو ٬ استاذانو او لارښودو قلت رامخې ته كيږي۔ هغه ووئيل په افغانستان كښې د ميډيا آزادي هم محدود كړې شوې ۔ جارجټ ګېګنن ووئيل بشري حقونه اختياري نه بلكې بنيادي ضرورتونه دي۔ ده ووئيل افغانستان لپاره مېرمنو او انجونو ته د زده كړو او كار موقعې وركول ضروري دي










