واشنګټن 11 دسمبر (اے پي پي) امريکې د پاکستان ايئر فورس (پي اے اېف) اېف۔16 بيړۍ لپاره د 686 ملين ډالرو اپ ګريډ پيکيج منظوري وركړې ده٬ د دې خبرې انکشاف د امريکې د ډيفنس سکيورټي کوآپريشن ايجنسۍ (ډي اېس سي اے) لخوا په اتم دسمبر کانګريس ته په لېږلې شوې چيټۍ كښې شوے٬ د ډي اېس سي اے اعلاميې نه وروستو د امريکې قانون ساز به پاکستان ته د …
امريکې د پاك فضائيه ايف۔16 بېړۍ لپاره 686 ملين ډالره اپ ګريډ پيکيج منظور كړو
واشنګټن 11 دسمبر (اے پي پي) امريکې د پاکستان ايئر فورس (پي اے اېف) اېف۔16 بيړۍ لپاره د 686 ملين ډالرو اپ ګريډ پيکيج منظوري وركړې ده٬ د دې خبرې انکشاف د امريکې د ډيفنس سکيورټي کوآپريشن ايجنسۍ (ډي اېس سي اے) لخوا په اتم دسمبر کانګريس ته په لېږلې شوې چيټۍ كښې شوے٬ د ډي اېس سي اے اعلاميې نه وروستو د امريکې قانون ساز به پاکستان ته د اېف۔16 ټيکنالوجۍ په وركولو بحث كوي٬ د اېجنسۍ له مخې دا مجوزه خرڅ به د امريکې خارجه پاليسۍ او د قامي سلامتيا مقاصدو ته وده وركوي ځكه چې دې سره به پاکستان ته د ترهګرۍ مخنيوي په ضد جاري کارروائيو او د سباٶن ممكنه آپريشنز لپاره د امريكې او اتحادي خواكونو سره د انټرو آپريبلټي (interoperability) برقرار ساتلو له مرسته تر لاسه شي٬ د يادونې وړ ده په اپ ګريډ پيکيج كښې لنك۔16 سسټمز، کرپټوګرافک آلات، ايويونکس اپ ډيټس، تربيه او جامع لاجسټک معاونت شامل دے۔ دا پيشرفت د امريکې صدر سره د پاکستان سول او عسکري قيادت د خوشګوار ملاقاتونو نه وروستو رامخې ته شوے۔ په چيټۍ كښې وئيلي شوي دا جديد اپ ګريډز به د پي اے اېف او د امريکي فضائيه ترمېنځه جنګي کارروائيو، مشقونو او په تربيه كښې لا مؤثره انضمام او انټرآپريبلټي ممکن كړي او د الوتكو عمر به تر 2040 زياتولو سره سره مهمې حفاظتي چارې حل كړي۔










