زما لپاره تر ټولو خوښ ټكے ټېرف دے كوم چې د امرېكې معيشت او قامي سلامتيا لپاره مركزي اهميت لري٬ د امرېكې صدر

واشنګټن۔10 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمب وئېلي دي زما تر ټولو خوښ ټكے ٬٬ټېرف٬٬ دے كوم چې زما تر مخه د امرېكې معيشت او د قامي سلامتيا لپاره مركزي اهميت لري۔ د تاس تر مخه هغه دا خبره د پنسلوينيا سيمه ماونټ پوكونو كښې يوه دستوره كښې وكړه۔ صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زما ټېرف ټكے د لغت د نورو ټكو نه زيات خوښ دے ۔هغه په دې …

واشنګټن۔10 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمب وئېلي دي زما تر ټولو خوښ ټكے ٬٬ټېرف٬٬ دے كوم چې زما تر مخه د امرېكې معيشت او د قامي سلامتيا لپاره مركزي اهميت لري۔ د تاس تر مخه هغه دا خبره د پنسلوينيا سيمه ماونټ پوكونو كښې يوه دستوره كښې وكړه۔ صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زما ټېرف ټكے د لغت د نورو ټكو نه زيات خوښ دے ۔هغه په دې مهال ادعا وكړه چې اسټيل انډسټري په خاص توګه په بېنسلوينيا كښې كار كوونكي اسټيل وركرز ٬ د ده د تجارتي پالسيو په سبب غېر معمولي حد پورې ښه كاركردګي ښائي۔ ډونلډ ټرمپ ووئېل زما نافذ ټېرف كه نه ؤ نو په امرېكا كښې به اسټيل انډسټري بيخي ختمه وه ۔ هغه ووئېل كه زمونږ سره ټېرف نه ؤ نو هېواد كښې به كوم سټيل نه وو او دا به د قامي سلامتيا لپاره ډېره زيانمده وه۔ واضحه دې وي ډونلډ ټرمپ په 2 اپرېل 185 هېوادونو او سيمو نه په درآمدات د 10 نه تر 49 فيصد ټېرف لګولو اعلان كړے ؤ۔