په ناټو كښې د ګدون كوم امكانات نشته٬ د يوكرېن اعتراف

ماسكو۔ 10 دسمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي اعتراف كړے دے چې په شته حالاتو كښې د يوكرېن په ناټو كښې د ګدون كوم امكانات نشته۔ د يوكرېن نيوز وېب پاڼه اسټرانا تر مخه د يوكرېن صدر ووئېل مونږ حقيقت خوښي يوو مونږ په رښتيا ناټو كښې شاملېدل غواړو او حق هم لرو خو مونږ ته ښه معلومه ده چې نه امرېكا او نه نور هېوادونه مونږ …

ماسكو۔ 10 دسمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي اعتراف كړے دے چې په شته حالاتو كښې د يوكرېن په ناټو كښې د ګدون كوم امكانات نشته۔ د يوكرېن نيوز وېب پاڼه اسټرانا تر مخه د يوكرېن صدر ووئېل مونږ حقيقت خوښي يوو مونږ په رښتيا ناټو كښې شاملېدل غواړو او حق هم لرو خو مونږ ته ښه معلومه ده چې نه امرېكا او نه نور هېوادونه مونږ په دغه اتحاد كښې دا مهال ليدل نه غواړي او روسيه خو ظاهر ده كله به هم داسې ونه غواړي۔ زېلنسكي په هېواد كښې د ټاكنو تابيا لپاره خپله آمادګي هم بيا ياده كړه۔ د هغه تر مخه د 60 نه تر 90 ورځو دننه د ټاكنو چمتوالے نيول ممكن دے۔ د دې نه وړاندې د يوكرېن د ټاكنو كمېسون مشر اوليګ ويدينكو وئېلي وو د جنګ بندۍ نه پس به د ټاكنو لپاره د دريو او څلورو مياشتو نه زيات وخت پكار وي۔