ماسکو 10 دسمبر (اے پي پي) روسيه به د ډالر متبادل لټون روان ساتي۔ دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګئي لاوروف د روسيه قانون ساز اسمبلۍ د سېنېټ فيډريشن کونسل ته خپلې وېنا كښې كړې۔ د تاس له مخې خپلې وېنا كښې ده ووئيل كله چې امريكې او د هغوي اتحاديانو د روسيه په ضد بنديزونه ولګول او د غېر ملكي زرمبادله پانګې دغه كرنسي يې د سياسي وسلې …
د ډالر متبادل لټون به روان ساتو۔ د روسيه خارجه وزير
ماسکو 10 دسمبر (اے پي پي) روسيه به د ډالر متبادل لټون روان ساتي۔ دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګئي لاوروف د روسيه قانون ساز اسمبلۍ د سېنېټ فيډريشن کونسل ته خپلې وېنا كښې كړې۔ د تاس له مخې خپلې وېنا كښې ده ووئيل كله چې امريكې او د هغوي اتحاديانو د روسيه په ضد بنديزونه ولګول او د غېر ملكي زرمبادله پانګې دغه كرنسي يې د سياسي وسلې په توګه استعمالولو سره روسيه دغې نه جلا كړو نو ھغه وخت روسيه ته د ادائيګو متبادل پلېټ فارمز لټول ورپغاړھ شول۔ ده ورياد كړه چې صدر ډونلډ ټرمپ د خپل اقتدار په دوېمه موده كښې خپلو سركاري بيانونو كښې په بنيادي توګه د ډالر تسلط په چيلنج کولو په برکس سخت تنقيد كړے ٶ٬ د هغه د تنقيد په ځواب كښې د روسيه صدر ولادي مير پيوټن واضحه كړه چې مونږ ډالر نه دې مسترد كړے بلكې حقيقت دا دے چې د نړيوالې ريزرو کرنسۍ په توګه د ډالر حيثيت ناسمه او دا د سياسي وسلې په توګه د كارولو مخ نيوي لپاره به مونږ له د ادائيګي متبادل پليټ فارم لټول وي او مونږ به دا كار روان ساتو










