افغانستان ، په ترافيكي پيښو كښې 2 كسان مړه ٬ 16 ژوبل

کابل ۔10دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې په بېلو ترافيكي پېښو كښې 2 كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځايي پوليس د شورو په ورځ تصديق كړے دے چې د قطبي ولايت بغلان په دُشي اولسوالۍ كښې د دوو ګاډو ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې يو كس مړ او څلورو ژوبل شول۔ دغسې په ختيځ ولايت وردګ كښې په دوه جلا جلا پېښو كښې …

کابل ۔10دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې په بېلو ترافيكي پېښو كښې 2 كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځايي پوليس د شورو په ورځ تصديق كړے دے چې د قطبي ولايت بغلان په دُشي اولسوالۍ كښې د دوو ګاډو ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې يو كس مړ او څلورو ژوبل شول۔ دغسې په ختيځ ولايت وردګ كښې په دوه جلا جلا پېښو كښې يو كس مړ او 5 ژوبل شول۔ نور7 كسان د قطبي ولايت سمنګان په حضرت سلطان كښې په يوه بله ترافيكي پېښه كښې ژوبل شول۔ د چارواكو له مخې د دې پېښو بنيادي سبب تند رفتاري او د بې غورۍ ډرائيونګ دے