ملګري ملتونه ۔10دسمبر(اے پی پی) نړيوال نظم ونسق كښې زيات عادلانه او مساويانه نظام برقرار ساتلو له د چين جوړ كړے شوي "ګروپ آف فرېنډز آف ګلوبل ګورننس" د ملګرو ملتونو په هيډكوارټر كښې خپله د پرانستې غونډه وكړه په كومه كښې چې پاكستان دا پېشرفت د موجوده نړيوالو حالاتو په تناظر كښې زيات ضروري وګرځولو۔ د غونډې مشري په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي سفير فوكانګ وكړه۔ …
په ملګرو ملتونو كښې د چين “ګلوبل ګورننس”كمپائن پيل شو ٬ د پاكستان لخوا ملاتړ
ملګري ملتونه ۔10دسمبر(اے پی پی) نړيوال نظم ونسق كښې زيات عادلانه او مساويانه نظام برقرار ساتلو له د چين جوړ كړے شوي “ګروپ آف فرېنډز آف ګلوبل ګورننس” د ملګرو ملتونو په هيډكوارټر كښې خپله د پرانستې غونډه وكړه په كومه كښې چې پاكستان دا پېشرفت د موجوده نړيوالو حالاتو په تناظر كښې زيات ضروري وګرځولو۔ د غونډې مشري په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي سفير فوكانګ وكړه۔ په دې كښې د ګروپ نزدې د 40 باني غړو هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ چينائي سفير په خپل خطاب كښې ووئيل دا ګروپ به يو پرانستې او شموليتي پلېټ فارم ثابت شي كوم به چې نړيوالې د واكمنې طرز لپاره اجتماعي هڅې يو ځاے كړي۔ د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد د ګروپ په پېل د چين سفير له مباركي وركولو سره ووئيل دا ګام په يو داسې وخت كښې پورته كړے شوے كله چې نړۍ په ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ كښې د باور كمي ٬ داوږدو شخړو ٬ ځپلې شوي سپلائي چينز ٬ زياتېدونكو پورونو ٬ د پورونو فشار ٬ ژورې معاشي پېچلتيا او د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات په څير چېلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل پاكستان د دې اقدام بشپړ ملاتړ كوي لكه څنګه چې وزيراعظم شهباز شريف دا د انسانيت امن او پرمختګ ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي او د ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو پلو يو تاريخي ګام ګرځولے دے۔ د غونډې په پايه كښې هغه د چين د نړيوالې مرستې پرله پسې عزم او ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ ته د نوي قوت وركولو هڅو ستائنه وكړه










