برسلز۔9 دسمبر(اے پي پي) د اروپائي ائتلاف ماحولياتي ادارې كوپر في كس كلائمېټ چينج سروس وئېلي دي كال 2025 د نړۍ تر ټولو ګرمو كلونو كښې شاملېږي او امكان دے چې دا به د 2023 سره په شريكه توګه دويم تر ټولو ګرم كال وګرځي٬ او دغسې نومبر د كال 2025 په نړيواله كچه تر ټولو زياته ګرمه مياشت او د جنورۍ نه تر نومبر اوسط د حرارت درجه د …
د نړۍ د حرارت په درجه كښې كښې زياتوالے ٬ 2025 د نړۍ تر ټولو ګرم كلونو كښې شامل شو

مزید خبریں
برسلز۔9 دسمبر(اے پي پي) د اروپائي ائتلاف ماحولياتي ادارې كوپر في كس كلائمېټ چينج سروس وئېلي دي كال 2025 د نړۍ تر ټولو ګرمو كلونو كښې شاملېږي او امكان دے چې دا به د 2023 سره په شريكه توګه دويم تر ټولو ګرم كال وګرځي٬ او دغسې نومبر د كال 2025 په نړيواله كچه تر ټولو زياته ګرمه مياشت او د جنورۍ نه تر نومبر اوسط د حرارت درجه د صنعتي دور نه د وړاندې معيار نه 48۔1 ډګري سېلسېس زياته وه كومه چې د كال 2023 د ټول كال برابر ده۔ هر څو چې د پېرس لوظ نامې مقرر كړي 5۔1 ډګري حد ته شايد چې ونه رسي خو د 2023 نه تر 2025 تر مينځه درې كلنه اوسط د حرارت درجه د دې حد نه د تجاوز كولو امكان لري۔ كوم به چې يو نوے نړيوال رېكارډ وي۔ په نومبركښې اوسط د حرارت درجه 02۔14 ډګري سېلسېس رېكارډ كړے شوه كومه چې د رېكارډ جوړونكې نومبر 2023 نه يوازې 2۔0 ډګري كمه وه۔











