برسلز۔9 دسمبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف هېوادونو په ګڼو مهمو قوانين جوړولو خپل موقف ختمي كړے دے چې پكښې د نوو كډوالو قوانين٬ د محفوظ هېوادونو شريك فهرست او د غېر قانوني هېواد پړیښودونكو بېرته ستنولو لپاره د اروپا په كچه پاليسي شامله ده ۔د برطانيي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه كونسل به اوس د اروپائي پارلمان سره خبرې كوي دغسې چې د ختمي قوانين په مسموده …
اروپائي ائتلاف د نوو كډوالو او هېواد پرېښودونكو د ستنولو پاليسۍ ته اتفاق وكړو

مزید خبریں
برسلز۔9 دسمبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف هېوادونو په ګڼو مهمو قوانين جوړولو خپل موقف ختمي كړے دے چې پكښې د نوو كډوالو قوانين٬ د محفوظ هېوادونو شريك فهرست او د غېر قانوني هېواد پړیښودونكو بېرته ستنولو لپاره د اروپا په كچه پاليسي شامله ده ۔د برطانيي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه كونسل به اوس د اروپائي پارلمان سره خبرې كوي دغسې چې د ختمي قوانين په مسموده اتفاق وكړي۔ هر څو چې پارلمان لا خپل موقف نه دې تر سره كړے خو په موجوده مسودو كښې بنيادي نكات برقرار دي۔ په مهمو بدلونونو كښې دا شامل دي چې هر هېواد د اروپا د پناه درخواست مسترد كولې شي كه درخواست وركونكي په داسې كوم هېواد كښې تحفظ تر لاسه كولې شو كوم چې اروپا محفوظ ګڼي۔ د محفوظ هېوادونو په فهرست كښې د اروپائي ائتلاف كانديد هېوادونو كښې بنګله دېش ٬ هند ٬ مصر ٬ مراكش ٬ تيونس ٬ كولمبيا او كووسو به شامل وي۔ ډنمارك او نورو هېوادونو زور راوړو چې د كډوالو په درخواستونو كاروائي دې په كوم محفوظ دريم هېواد كښې وكړې شي دغسې چې د خطرناك سفر ترغيب ختم شي۔











