چین كښې په بډو اغستو د يوې ادارې پخوانے جنرل منیجر په سولۍ كړے شو

بیجنګ ۔9دسمبر (اے پي پي) چین كښې د هوا رونګ پخوانے عهدیدار د 1.1 ارب یوان په بډو اغستو كېس كښې په سولۍ كړے شو ۔ رائټرز د چین سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ سي سي ټي وي په حواله ووئېل د چین د سمندر پورې مالیاتي ادارې هوا رونګ انټرنیشنل هولډنګز پخوانے جنرل منیجر هائي تیانهوي د بډو اغستو په تور پھانسي كړے شوے ۔ په هغه په د 2014 …

بیجنګ ۔9دسمبر (اے پي پي) چین كښې د هوا رونګ پخوانے عهدیدار د 1.1 ارب یوان په بډو اغستو كېس كښې په سولۍ كړے شو ۔ رائټرز د چین سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ سي سي ټي وي په حواله ووئېل د چین د سمندر پورې مالیاتي ادارې هوا رونګ انټرنیشنل هولډنګز پخوانے جنرل منیجر هائي تیانهوي د بډو اغستو په تور پھانسي كړے شوے ۔ په هغه په د 2014 نه تر 2018 په مهال د خپلې چوكۍ څخه په ناجائزه ګټه پورته د 1.1 ارب یوان ( 156 ملین ډالر ) د بډو اغستو تور ؤ ۔ په دې مقدمه کښې د تیانجن عدالت په مئی 2024 كښې فېصله اورولې وه او اعلیٰ عدالت د سزا خلاف اپیل په فروري 2025 كښې مسترد کړے ؤ ، د كومې نه پس چې سپریم کورټ د هائي تیانهوي د سولۍ كولو منظوري وركړه ۔ دا اقدام د چین د مالیاتي څانګې د روان پراخه اینټي کرپشن كمپائن برخه دے، د كوم تر مخه چې يو پخوانے عهدیدار لائي شیاؤمن ته د 1.79 ارب یوان د بډو په تور پھانسي وركړې شوې ده ۔