اسلام آباد ۔ 28 جون (اے پی پی) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر غړي او اولس به ټول ټاكنو كښې د ټګۍ ټولې هڅې او منصوبې شنډې كړي۔ د وزیراعظم نواز شریف د ودانۍ او پرمختګ ګامونو له كبله به د كال 2018ء ټاكنو كښې يو ځل بيا ګټه كښې د مسلم ليګ (ن) وي۔ د نهې …
د مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر غړي او اولس به ټول ټاكنو كښې د ټګۍ ټولې هڅې او منصوبې ناكامه كړي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 جون (اے پی پی) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر غړي او اولس به ټول ټاكنو كښې د ټګۍ ټولې هڅې او منصوبې شنډې كړي۔ د وزیراعظم نواز شریف د ودانۍ او پرمختګ ګامونو له كبله به د كال 2018ء ټاكنو كښې يو ځل بيا ګټه كښې د مسلم ليګ (ن) وي۔ د نهې په ورځ پنجاب هاؤس كښې د مسلم ليګ (ن) كانديدانو سره خبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ كارمندان دې د آزاد كشمير حكومت د هغه ټولو سركاري چارواكو حلقه وار فهرستونه ترتيب كړي كوم چې د آزاد كشمير حكومت يا كوم بل ګوند د ټاكنو مهم كښې ككړ دي۔ دا چارواكي به د نتيجو په خپله ذمه وار وي۔ ده ووئېل سركاري ملازمان د رياست ملازمان وي د چا ذاتي نه۔ ډاكټر آصف كرماني ووئيل د ټكټونو اعلان څخه وړاندې پرېكړه شوې وه چې 230 خواست كوؤنكو سره به وزيراعظم ملاقات كوي ولې د وزيراعظم د ناروغتيا په سوب دا خبره پاتې شوه۔ ډاكټر كرماني ووئيل وفاق كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت دے۔ آزاد كشمير كښی هم د ن ليګ حكومت لپاره به مونږ له هڅې كول وي۔ ده وئيل د مسلم ليګ (ن) كاميابي زمونږ د ټولو كاميابي ده۔










