واشنګټن۔03 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي هغوي د نشه اي توكو مبينه قاچاقبرو خلاف ډېر زر د زمكېزو بريدونو تګلاره جوړوي ۔ د سي بي ايس نيوز تر مخه د امرېكې صدر د كابينې غونډه كښې ووئېل زما انتظاميه د لاطيني امرېكې د زميكزو لارو څخه د امريكا مخه كوونكو د نشه اي توكو قاچاقبرو باندې ډېر زر بريدونه كولې شي۔ هغه ووئېل مونږ په …
د نشه اي توكو قاچاقبرو خلاف ډېر زر د بريدونو تګلاره جوړوو٬ د امرېكا صدر

مزید خبریں
واشنګټن۔03 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي هغوي د نشه اي توكو مبينه قاچاقبرو خلاف ډېر زر د زمكېزو بريدونو تګلاره جوړوي ۔ د سي بي ايس نيوز تر مخه د امرېكې صدر د كابينې غونډه كښې ووئېل زما انتظاميه د لاطيني امرېكې د زميكزو لارو څخه د امريكا مخه كوونكو د نشه اي توكو قاچاقبرو باندې ډېر زر بريدونه كولې شي۔ هغه ووئېل مونږ په زمكه هم د بريدونو پېل كوو٬ تاسو خبر يې زمكيزې لارې ډېرې آساني دي او مونږ د هغوي د لارو نه خبر يوو۔ مونږ د هغوي په اړه د هر څه نه خبر يوو۔ مونږ خبر يوو چې هغوي چرته اوسېږي او بد خلق چرته دي ۔ خو هغه دا ونه ووئېل چې دغه زمكېز بريدونه چرته او كله كېدې شي۔ واضحه دې وي چې د امرېكې انتظاميه د وينزويلا په صدر نكولس مادورو د نشه اي توكو كارټلر سره د لاس لرلو تور لګوي او د وينزويلا صدر د دغه تورونو ترديد كړے دے۔ د امرېكې صدر ووئېل ضروري نه ده چې بريدونه يوازې تر وېنزويلا محدود وي ٬ كوم هم هېواد او چرته چې هم د نشه اي توكو پېداوار يا قاچاق كېږي هغه د امرېكې بريدونو سره مخ كېدے شي ٬ په دې حقله هغه د وينزويلا د ګاونډي هېواد كولمبيا ذكر وكړو په چا چې امريكا د وړاندې نه د نشه اي توكو په تجارت د قابو موندلو د ناكامۍ تور لګولے دے۔











