ماسكو۔ 2 دسمبر(اے پي پي) د روسيه پوځ د يوكرېن په دوو ښارونو كراسنو آرميسك او وولچانسك د قبضې كولو ادعا كړې ده۔ د شنهوا تر مخه د روسيه د وسله وال پوځ چيف آف جنرل اسټاف ويلرې ګيراسيموف په دونېتسك منطقه كښې په كراسنوآرمېسك او خار كيف منطقه كښې په وولچانسك د قبضې اعلان كړے دے۔ د راپور تر مخه د روسيه صدر ولاديمير پوټن ته د روسي پوځ …
د روس پوځ د يوكرېن په دوو ښارونو د قبضې كولو ادعا

مزید خبریں
ماسكو۔ 2 دسمبر(اے پي پي) د روسيه پوځ د يوكرېن په دوو ښارونو كراسنو آرميسك او وولچانسك د قبضې كولو ادعا كړې ده۔ د شنهوا تر مخه د روسيه د وسله وال پوځ چيف آف جنرل اسټاف ويلرې ګيراسيموف په دونېتسك منطقه كښې په كراسنوآرمېسك او خار كيف منطقه كښې په وولچانسك د قبضې اعلان كړے دے۔ د راپور تر مخه د روسيه صدر ولاديمير پوټن ته د روسي پوځ په دواړو ښارونو د قبضې په اړه بريفننګ وركړو۔ په دې مهال صدر ووئېل دا بريا د هغه اهداف سر كولو كښې به مهم كردار ادا كړي كوم چې د روسيه د اړخه په يوكرېن كښې د خاص پوځي آپرېشن په پېل ټاكلې شوي وو۔ د روسيه دفاع وزارت د كراسنوآرمېسك نه ويډيو فوټېج هم جاري كړے چې پكښې د روسيه عسكر د ښار په مركزي چوك كښې د بېرغ هسكولو سره ښودلې شوي دي۔ دا پېشرفت په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله د يوكرېن صدر ولاوديمير زيلنسكي د اروپائي لارښودو سره خبرو اترو له په پېرس كښې موجود دے۔











