په تائي پو كښې د اور لګېدو پېښه كښې لس غېر ملكي ملازمان مړه ٬ درې ژوبل او 30 بې دركه دي۔ د محنت وزارت سيکرټري

هانګ کانګ 02 دسمبر (اے پي پي) د هانګ کانګ د محنت او اولسي خېر ښېګړې سيکرټري کرس سن وئيلي دي د تائي پو په ګڼ منزله ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله لس غېر ملكي ملازمان مړه٬ درې ژوبل او نزدې 30 كسان تر اوسه بې دركه دي۔ د شنهوا له مخئ کرس سن د پريس بريفنګ په مهال ووئيل وانګ فك کورټ كښې 235 غېر ملکي د …

هانګ کانګ 02 دسمبر (اے پي پي) د هانګ کانګ د محنت او اولسي خېر ښېګړې سيکرټري کرس سن وئيلي دي د تائي پو په ګڼ منزله ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله لس غېر ملكي ملازمان مړه٬ درې ژوبل او نزدې 30 كسان تر اوسه بې دركه دي۔ د شنهوا له مخئ کرس سن د پريس بريفنګ په مهال ووئيل وانګ فك کورټ كښې 235 غېر ملکي د كورونو ملازمانو كار كولو٬ هغه ووئيل هر غېر ملكي ملازم ته به نزدې 8 لکه هانګ کانګ ډالر په معاوضه كښې وركولې شي، او ژوبل كسانو ته به 50 زره يا يو لك هانګ کانګ ډالر وركولې شي