دوه ورځنې اسلام آباد کانکلیو 2025 سبا پيل كيږي ٬ مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار به د پرانستې سيشن خاص ميلمه وي

اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) د انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد تر اهتمام لاندې دوه ورځنې اسلام آباد کانکلیو 2025 چې سرخط يۍ ’’تھیمیټک فوکس: ری امیجننګ ساؤتھ اېشیا: سیکورټی، اکانومی، کلائمیټ، کنیکټیوېټی‘‘ دے (سبا) د شورو په ورځ پېل كيږي۔ مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د پرانستې غوندې خاص مېلمه وي۔ اولني وركنګ سېشن ته به پخوانے چیئرمېن جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرل (ر) …

اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) د انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد تر اهتمام لاندې دوه ورځنې اسلام آباد کانکلیو 2025 چې سرخط يۍ ’’تھیمیټک فوکس: ری امیجننګ ساؤتھ اېشیا: سیکورټی، اکانومی، کلائمیټ، کنیکټیوېټی‘‘ دے (سبا) د شورو په ورځ پېل كيږي۔ مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د پرانستې غوندې خاص مېلمه وي۔ اولني وركنګ سېشن ته به پخوانے چیئرمېن جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرل (ر) زبېر محمود حیات خصوصي خطاب كوي۔ د اسلام آباد کانکلیو دويم وركنګ سېشن كښې به د سېنېټ د دفاعي كمېټۍ پخواني چيئرمېن مشاهد حسین سید په شمول نور مقررين د خيالاتو څرګندونه كوي او درېم وركنګ سېشن ته به پخوانۍ سفيره تهمينه جنجوعه خطاب كوي۔ د اسلام آباد کانکلیو دويمې ورځې څلورم وركنګ سېشن ته به د سرمايه كاري بورډ پخوانے چيئرمېن هارون شريف مهم خطاب كوي ٬ په دې موقع به نور مقررين هم د موضوع مناسب سره د خيالاتو څرګندونه كوي۔ پنځم وركنګ سېشن ته به پخوانے خارجه او دفاع وزير خرم دستګیر خان خطاب كوي۔ په اختتامي سېشن كښې به خارجه سېكتره آمنه بلوچ د خاص مېلمنې په حېث ګډون كوي۔