نواز شريف او بېنظير بھټو شهيدې هېواد له ميثاق جمهوريت وركړے، مونږ د پي ټي آئي د دور تاٶ تريخوالے زغملے ، په زندان كښې ملاقات سازشونو لپاره نه قانوني چارو لپاره كېږي، غير قانوني غوښتنې به كله هم ترسره نشي۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف او شهيدې بېنظير بھټو هېواد لپاره ميثاق جمهوريت وركړے او د دې نه وروستو سياسي عمل بحال شوے٬ مونږ د پي ټي آئي د دور تاٶ تريخوالے زغملے دے، په زندان كښې ملاقات سازشونو لپاره نه قانوني چارو لپاره كېږي، غير قانوني غوښتنې به كله …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف او شهيدې بېنظير بھټو هېواد لپاره ميثاق جمهوريت وركړے او د دې نه وروستو سياسي عمل بحال شوے٬ مونږ د پي ټي آئي د دور تاٶ تريخوالے زغملے دے، په زندان كښې ملاقات سازشونو لپاره نه قانوني چارو لپاره كېږي، غير قانوني غوښتنې به كله هم ترسره نشي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل د د پي ټي آئي د لارښود علي محمد خان تحقيق ښه وي٬ د ھغه تقريرونو څخه مونږ ډېر څه زده كړي چې پارلماني عمل څنګه مخ په وړاندې بوتلل دي، اوس يې هم د پاكستان بېرغ پخپله سينه لګولے ، د ھغه ډېر قدر دے، خو دا سليکټو ميموري ولې ده؟ ده ووئېل علي محمد خان په زندان كښې د ملاقات ذکر كړے خو دا ولې نه وائي چې د دوي مشران بهر هېوادونو كښې به دا وئيل چې ” زه به د ھغه اے سي كوز كړم٬ ما شاهد خاقان عباسي په زندان كښې اچولے ٬ عطاء تارړ د علي محمد خان د شعر په ځواب كښې دا شعر اووې٬
”يه وقت کس کي رعونت په خاک ډال ګيا،
يه کون بول رها تھا خدا کے لهجے ميں۔“
ده ووئيل د څادر او چاردېوالې تقدس پامال كولو روايت هم د دوي په دور كښې پېلش وے ۔ ده ووئيل زمونږ پيپلز پارټۍ سره سياسي تريخوالے ضرور شته خو د دې باوجود نواز شريف او بېنظير بھټو شهېدې په ګډه د ميثاق جمهوريت پرېكړې كړې چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې جمهوري عمل بحال شوے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د پي ټي آئي د دور تاو تريخوالے برداشت كړے، چا وئيل چې د فلاني لور ګرفتاره او په زندان كښې واچوئ؟ چا سهار او ماښام د ګرفتارو فهرستونه غوښتل ؟ دا ھغه خلق وٶ چې بيا بيا به يې د زندان انتظاميه څخه پوښتنې كولې چې چا ته خوراك خو نه دې تر لاسه شوے ، دارو درمل خو نه دي وركړې شوي۔ ده ووئيل نن بدنام زمانه شهزاد اکبر دلته موجود نه دے ٬ مونږ ھغه وخت هم وئيل چې داسې كسانو په سياسي ماحول كښې شديد تريخوالے راېپدا كړے او هم دا خلق به د ټولو نه وړاندې د هېواد نه تښتي او سختۍ به نور خلق برداشت كوي او نن هم ھغه خبرې رښتيا ثابېږي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې دغې كسانو تريخوالې پېدا كولو او په پارلماني ادارو يې بريدونه كول نو ھغه وخت د اپوزيشن ټول صف په زندانونو كښې بنديوان ؤ او په وزيراعظم هاٶس كښې به هره ورځ غونډې كېدې۔ ده ووئيل په زندان كښې د ملاقات مقصد قانوني مشاورت وي٬ دا نه ده چې د پاك پوځ په ضد خبرې كوٶنكې په شا وټپولې شي، نه يې دا مقصد وي چې د هېواد ادارې د هند په ټي وي چېنلز بدنامې كړې شي۔ ده ووئيل زندان كښې ملاقات دې لپاره نه كېږي چې د شهيدانو سپكاوې وكړې شي يا په سوشل ميډيا د پوځ او د قامي سلامتيا د ادارو په ضد كمپائن وچولې شي۔ ده ووئيل په زندان كښې د ملاقات مينوئل موجود دے، دې لپاره كله به هم غېر قانوني غوښتنه ترسره نشي۔