اسشلام آباد ۔1 دسبر(اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به ټول هېواد كښې موسم يخ او اوچ وي ٬ دغسې په غرئيزو سيمو كښې د سهار او شپې په وخت د زيات يخ پاتي كېدو او پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د سهار په وخت د لړۍ يا سموګ امكان دے۔ اسلام آباد او د پوټوهار او خېبر پښتوخوا په مېداني سيمو د سهار په وخت د …
په راروانو 24 ساعتو كښې د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم يخ او اوچ وي٬ په غرئيزو سيمو كښې د زيات يخ پاتي كېدو امكان دے
اسشلام آباد ۔1 دسبر(اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به ټول هېواد كښې موسم يخ او اوچ وي ٬ دغسې په غرئيزو سيمو كښې د سهار او شپې په وخت د زيات يخ پاتي كېدو او پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د سهار په وخت د لړۍ يا سموګ امكان دے۔ اسلام آباد او د پوټوهار او خېبر پښتوخوا په مېداني سيمو د سهار په وخت د كنګل پرېوتو امكان هم شته۔ د موسميات محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او په غرئيزو سيمو كښې زيات يخ ؤ او د پنجاب او خېبر پښتونخوا په ځينې سيمو كښې لړۍ وه۔ د ګل په ورځ د ټولو نه لږ د حرارت درجه په سكردو كښې منفي 10 ٬ ګلګت ٬ قلات كښې 06 ٬ كوئټه لهه 05 ٬ بابو سر او ګوپس كښې منفي 04 ډګري سينټي ګرېډ رېكارډ كړے شو۔












