اسرائيل په 52 ورځو كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ د تړون 591 وارې خلاف ورزي كړې، 347 فلسطينيان شهيدان، 889 ژوبل۔ رپورټ

غزه 01 دسمبر (اے پي پي) اسرائيل د تېرو دوو مياشتو نه په لږه موده كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ د تړون د لږو نه لږه 561 وارې خلاف ورزۍ كولو سره 347 فلسطينان شهيدان او 889 ژوبل كړي دي۔ دا خبره د الجزيره لخوا په جاري رپورټ كښې شوې ده٬ د جاري رپورټ له مخې په 10م اکتوبر كال 2025 كښې د غزه په پټۍ كښې د …

غزه 01 دسمبر (اے پي پي) اسرائيل د تېرو دوو مياشتو نه په لږه موده كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ د تړون د لږو نه لږه 561 وارې خلاف ورزۍ كولو سره 347 فلسطينان شهيدان او 889 ژوبل كړي دي۔ دا خبره د الجزيره لخوا په جاري رپورټ كښې شوې ده٬ د جاري رپورټ له مخې په 10م اکتوبر كال 2025 كښې د غزه په پټۍ كښې د جنګ بندي د اعلان نه وروستو ٬ اسرائيل نزدې هره ورځ په بريد كولو د لوظنامې خلاف ورزي كړې ده ٬ په غزه كښې د سرکاري ميډيا آفس رپورټ له مخې اسرائيل د 10م اکتوبر نه تر 29 نومبر فضائي، د توپ خانےې او نېغ په نېغه د ډزو او د بريدونو د لارې د لږې نه لږه 591 وارې د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كړې ده ۔ د دفتر په رپورټ كښې وئيلي شوي چې اسرائيل په فلسطينيانو 164 وارې ډزې كړې، د اسرائيل پوځ 25 وارې “يلو لائن” نه بهر د استوګنې په سيمو بريدونه كړي٬ 280 ځله يې په غزه بمباري او ګوله باري كړې او 118 وار يې د خلقو املاك ړنګ كړي٬ په دې موقع د تېرې مياشت په مهال په غزه كښې 35 فلسطينيان نيولي شوې هم دي۔ په دې ټول صورتحال كښې امريكا اوس هم په دې خبره زور راوړي چې په غزہ كښې جنګ “جنګ بندي” اوس هم برقرار ده۔ د جنګ بندۍ تړون يو شرط دا هم دے چې غزه ته به په سمدستي توګه بشپړه مرسته استولې شي خو د اېف ډبليو او له مخې دا مهال د خوراك يوازې نيمه برخه غزه ته رسي او د فلسطین د مرستيالو ادارو د اتحاد وېنا ده چې د مجموعي مرستې ترسيل د جنګ بندۍ تړون له مخې د شوې مرستې په څلورو كښې يوه برخه ده٬ په غزه كښې د مرستې نګراني كونكې UN2720 مانیټرنګ اینډ ټریکنګ ډیش بورډ له مخې د لسم اكتوبر نه تر 29 نومبر يوازې 6,102 ټرکونه غزہ كښې خپل مطلوبه منزلونو ته رسيدلي دي