د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په جده كښې د پاکستان قونصليټ دوره،د مسئلو حل كولو سپارښتنه

جده 01 دسمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په جده كښې د پاکستان قونصليټ دوره وكړه چرته چې د پاکستاني کميونټۍ په پاسپورټ، شناختي کارډ او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ګل په ورځ د کشمير و ګلګت بلتستان چارو او سيفران وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د …

جده 01 دسمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په جده كښې د پاکستان قونصليټ دوره وكړه چرته چې د پاکستاني کميونټۍ په پاسپورټ، شناختي کارډ او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ګل په ورځ د کشمير و ګلګت بلتستان چارو او سيفران وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د اولسي مسئلو كوټلي حل باوري كړئ۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې موجوده حکومت سمندر پورې پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ګڼې۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د محنت کوونكو پاکستانيانو ته د قدر په سترګه ګورو،د هغوې جائز مسئلو حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔په دې موقع قونصل جنرل خالد مجيد وفاقي وزير له بريفنګ وركړو او د قونصليټ د اړخه وركړې كيدونكي خذمات څخه ئې خبر كړو۔په دې موقع قاضي جميل پشمول نور اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔په دې مهال سردار وقار عباسي (جده) او د حيات خان الدمام به مشرۍ كښې پلاوي وفاقي وزير د کميونټي مسئلو څخه خبر كړو