د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب د ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ وزير بلال اکبر خان ملاقات

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب د ټرانسپورټ و ماس ټرانزټ وزير بلال اکبر خان ملاقات کړے چې پكښې د ټرانسپورټ سيکټر كښې په اصلاحات او د پينډۍ-اسلام آباد ميټرو بس سروس کارکردګي ښه كولو په چارو خبرې شوي۔ د ملاقات په مهال د ميټرو بس سروس لا فعالولو او د هغې د مختلف سټيشنز حالت ښه كولو په …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب د ټرانسپورټ و ماس ټرانزټ وزير بلال اکبر خان ملاقات کړے چې پكښې د ټرانسپورټ سيکټر كښې په اصلاحات او د پينډۍ-اسلام آباد ميټرو بس سروس کارکردګي ښه كولو په چارو خبرې شوي۔ د ملاقات په مهال د ميټرو بس سروس لا فعالولو او د هغې د مختلف سټيشنز حالت ښه كولو په ګڼو تجويزونو غور وشو٬ دغسې د سروس روټ لا پراخه كولو په امکانات هم بحث وشو۔غونډه كښې د پينډۍ۔اسلام آباد ميټرو بس سروس ښه والي لپاره د شريكي کوآرډينيشن کمېټۍ جوړولو پريكړه هم وشوه دغسې چې د دواړو ښارونو ترمينځه اولس له د مزل ښه آسانۍ وركړې شي۔په دې موقع محسن نقوي ووئيل ګڼ شمير مسافر هره ورځ ميټرو بس سروس د لارې پينډۍ او اسلام آباد ترمينځه مزل كوي او حكومت د دوي محفوظ، آرام لرونكې او معياري د مزل آسانيو ته پام لرنه كوي۔ بلال اکبر خان هم د پنجاب د ټرانسپورټ څانګه كښې ښه والي لپاره د پورته شوو اقدامات څخه وفاقي وزير خبر كړو