آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر احمد عبد العاطي ملاقات

پېنډۍ ۔1دسمبر (اے پی پی) چیف آف آرمي سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر سره د عرب جمهوريه مصر خارجه وزير ډاكټر بدر احمد عبد العاطي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال فریقېنو د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست۔ په خاص توګه دفاع او امنيتي مرستې ٬ عسكري اړيكو …

پېنډۍ ۔1دسمبر (اے پی پی) چیف آف آرمي سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر سره د عرب جمهوريه مصر خارجه وزير ډاكټر بدر احمد عبد العاطي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال فریقېنو د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست۔ په خاص توګه دفاع او امنيتي مرستې ٬ عسكري اړيكو ٬ تربېتي همكارۍ او په منطقه كښی امن او استحكام ته خاص پاملرنه وشوه۔ په خبرو اترو كښې دواړو د دې عزم پخلے وكړو چې دفاع او پراخا ستراتيجيكي څانګو كښې هم غږي به لا مضبوطولې او پخوانۍ اړيكې به لا پياوړې كولې شي۔ ګران مېلمه د مصري مشرتابه لخوا فيلډ مارشل ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو او پاكستان سره يۍ په ټولو څانګو كښې همكاري زياتولو كښې پرله پسې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو په دې خبره زور راوړو چې د بدلېدونكي سيمه ايز امنيتي صورتحال په تناظر كښې په چېلنجونو قابو موندلو له د لوړې كچې رابطو ته اړتيا ده