اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيرِاعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمهوريه کرغزستان صدر د پاكستان دورې څخه وړاندې د چمتوالي نيولو په اړه مهمه غونډه وشوه۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د دورې په مهال د ترسره شوې تګلارې د نکات جاج واخستلے شو او د اعليٰ پائې …
د نائب وزيرِاعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کرغز صدر د پاكستان دورې په اړه د جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيرِاعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمهوريه کرغزستان صدر د پاكستان دورې څخه وړاندې د چمتوالي نيولو په اړه مهمه غونډه وشوه۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د دورې په مهال د ترسره شوې تګلارې د نکات جاج واخستلے شو او د اعليٰ پائې ملاقاتونو لپاره د انتظامات معائنه وشوه۔په غونډه كښې په مفاهمتي يادداښتونو (ايم او يوز) او لوظ نامو تفصيلي خبري وشوي۔د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري آمنه بلوچ او د اړوندو وزارتونو او محکمو سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون وكړو او بين الوزارتي مرستي او دې مهمې دورې کاميابولو او مقصد لرونكي جوړولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وشو۔









