اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېناتور اورنګزېب وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې تلپاتي معاشي پرمختګ لپاره د نوي معيشت ودې او ساختي او اداره جاتي اصلاحاتو ته زياته پاملرنه كوي٬ د مضبوط مالي نظم ٬ فعاله ګورننس ، عصري اقتصادي انفراسټركچر او د سرمايه كار دوست له اقداماتو پرته هېواد د اوږدې مودې پرمختګ ترلاسه كولې نه شي۔ حكومت په دې لوري تند …
د ساختي او اداره جاتي اصلاحات د لارې نوي معيشت د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د هيواد اقتصادي فعاليتونه زيات ښه شوي دي: د خزانې وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېناتور اورنګزېب وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې تلپاتي معاشي پرمختګ لپاره د نوي معيشت ودې او ساختي او اداره جاتي اصلاحاتو ته زياته پاملرنه كوي٬ د مضبوط مالي نظم ٬ فعاله ګورننس ، عصري اقتصادي انفراسټركچر او د سرمايه كار دوست له اقداماتو پرته هېواد د اوږدې مودې پرمختګ ترلاسه كولې نه شي۔ حكومت په دې لوري تند رفتارۍ سره مزل كوي دغسې چې پاكستانې معيشت په نوو بنيادونو اودرولو سره نړيوال معيشت سره هم آهنګ كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده دلته اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خپل وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په تېرو څو مياشتو كښې د هېواد اقتصادي فعاليتونه ښه شوي دي٬ په مجموعي برآمداتو كښې 5 فيصد او د آئي ټي سروسز په برآمداتو كښې كلنه 20 فيصد څخه زياته اضافه ليدلې شوې ده۔ په هېواد كښې ترسيلات زر هم مخ په زياتېدو دي كوم چې تېر كال 38 ارب ډالر ته ورسېدل او روان كال تمه ده چې كه پاك پروردګار ته منظور وي دا به 41 اربه ډالر څخه زيات شي۔ د 11م اېن سي ايوارډ په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل ټول سټېك هولډرز به ډېر زر يو ځاې جمع شي او د مثبت پېشرفت هيله لرؤ۔ ده ووئيل حكومت د ګلوبل ډائېګنوسټک رپورټ جاري كولو هدايت كړے دے او په دې رپورټ كښې په موجود زياتره سفارشاتو وړاندې څخه كار روان دے۔









