اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) مرستيال وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د چين سفير جيانګ زائي دونګ سره د ملاقات په مهال په تاجكستان كښې افغان پولې ته نزدې د درې چينائي وګړو په دړدېدلې وژنه د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسحاق ډار د هانګ كانګ په وانګ فُک کورټ رهائشی کمپلېکس كښې …
د خارجه وزير اسحاق ډار د چين سفير جيانګ زائي دونګ سره ملاقات ٬ د درې چينائي وګړو په دړديدلې وژنه د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) مرستيال وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د چين سفير جيانګ زائي دونګ سره د ملاقات په مهال په تاجكستان كښې افغان پولې ته نزدې د درې چينائي وګړو په دړدېدلې وژنه د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسحاق ډار د هانګ كانګ په وانګ فُک کورټ رهائشی کمپلېکس كښې د اور لګېدو پېښې له امله په شوي ځاني زيان غمرازي هم وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې چين سره ولاړ دے۔ په دې موقعه د پاكستان او چين ترمينځه په بېلو برخو كښې د دوه اړخيزې مرستې پېشرفت په شمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔









