د وفاقي وزير محسن نقوي ډي آئي خان كښې د فتنة الخوارج بريد په ناكامه كولو د پوليس اهلكارو ستائنه

اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډي آئي خان كښې په پوليس پوسته د فتنة الخوارج بريد په ناكامه كولو د پوليس اهلكارو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د ترهګرو په ضد په وخت او د فعاله كارروايۍ په نتيجه كښې 4 ترهګر …

اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډي آئي خان كښې په پوليس پوسته د فتنة الخوارج بريد په ناكامه كولو د پوليس اهلكارو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د ترهګرو په ضد په وخت او د فعاله كارروايۍ په نتيجه كښې 4 ترهګر ووژل شول۔ په دې مهال دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ محسن نقوی شهيد شوو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د فتنة الخوارج ناپاكه ارادې ناكامه كولو لپاره د پوليس اهلكارو خواري او جذبه دستائنې وړ ده۔(