اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاكستان او مصر ترمينځه تجارتي او معاشي تړون لا پياوړې كولو له به نوې پاکستان-مصر بزنس کونسل جوړولے شي دغسې چې دوه اړخيزه همكارۍ ته اداره جاتي شكل وركړے شي او په شريكو ګټو اډانه تجارتي فعاليتونه او كاروباري تړون پياوړے كړے شي۔ مصری خارجه وزير ډاكټر بدر اے عبد العاطي سره ګډ …
د پاكستان او مصر ترمينځه تجارتي او معاشي تړون لا پياوړې كولو له به نوې پاکستان-مصر بزنس کونسل جوړولے شي : د اسحاق ډار مصري خارجه وزير سره ګډ خبري كنفرنس ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاكستان او مصر ترمينځه تجارتي او معاشي تړون لا پياوړې كولو له به نوې پاکستان-مصر بزنس کونسل جوړولے شي دغسې چې دوه اړخيزه همكارۍ ته اداره جاتي شكل وركړے شي او په شريكو ګټو اډانه تجارتي فعاليتونه او كاروباري تړون پياوړے كړے شي۔ مصری خارجه وزير ډاكټر بدر اے عبد العاطي سره ګډ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل پاکستان-مصر بزنس فورم به جوړ كړې شي د كوم به چې په د دواړو هېوادونو خارجه وزيران ګډه مشري كوي۔ د دې اولنۍ غونډه به د كال 2026 په دويمه ربع كښې په قاهره كښې كيږي دغسې چې تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ته لا وده وركړې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو نوموړې كاروباري ادارې به په دې فورمز كښې ګډون كوي۔د مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير له مخې دواړو هېوادونو شريك تجارت ته وده وركولو له په بي ټو بي كچه فعاليتونو ته د ودې وركولو پرېكړه كړې ده ولې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده نزدې د 300 ملین ډالر تجارت د دوه اړخيزه اړيكو ژوروالي سره سمون نه لري۔ اسحاق ډار ووئيل د پاكستان لخوا په بېلو څانګو كښې د نمائندګي كوؤنكو 250 کاروباری ادارو فهرست به مرتب كولې شي كومې به چې د سپېځلي عمل د لارې ټاكلې شي۔ ده ووئيل بزنس کمیونټی لپاره د وېزا ترلاسه كولو عمل آسانولے شي او شپږ مياشتې پس به د نورو 250 ادارو فهرست شاملولو سره مجموعي شمېره 500 ته رسولې شي۔ مصری خارجه وزير هم د خپل اړخه د دې نوعيت فهرست په تياولو موافقه كړې ده۔ اسحاق ډار ووئيل چې كال 2010 نه پس د پاكستان او مصر ترمينځه مشتركه وزارتي غونډه نه ده شوې نو ځكه د راروان كال په اولني ربع كښې د دواړو هېوادونو د خارجه وزارت اعلی چارواكو ترمينځه د سياسي مشاورت په غونډه كولو موافقت شوے دے۔ ده د مصري خارجه وزارت لخوا پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د مذهبي تعليم اسكالرشپس يو په دوه كولو اعلان هركلے هم وكړو۔ مصری خارجه وزير په ترهګر بريدونو كښې د قيمتي ځانونو په زيان پاكستاني حكومت او اولس سره غمرازي وكړه او د ترهګرۍ ختمولو له يۍ د پاكستان د هڅو د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔ ده وئيل مصر او پاكستان د كلتور ٬ مذهب او پخوانۍ ملګرتيا په اړيكو يو بل سره تړلي دي او دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او كاروبار ودې لپاره د كوټلې ګامونو په پورته كولو متفق شوي دي او پاكستاني كاروباري شخصياتو ته په مصر كښې د سرمايه كارۍ موقعې تلاش كولو بلنه وركړې شوې ده۔ مصری وزیر د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطو زياتوولو په حاجت زور هم راوړو۔









