اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو وزارت کښې د مصر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر بدر عبدالعطی سره د پلاوي په کچه مفصلې خبرې اترې وکړې، په كومو كښې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دواړو خواوو د پاکستان او …
د خارجه وزير اسحاق ډار مصري خارجه وزير ډاكټر بدر عبد العاطي سره د پلاوي په كچه تفصيلي خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو وزارت کښې د مصر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر بدر عبدالعطی سره د پلاوي په کچه مفصلې خبرې اترې وکړې، په كومو كښې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دواړو خواوو د پاکستان او مصر د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل لوظ تکرار کړو او موافقه یې وکړه چې د سوداګرۍ، پانګونې، روغتیا، تعلیم، کلتور او خلکو ترمنځ د اړیکو په برخو کښې همکاري لا زیاتولو لپاره به د جوائنټ وزارتي كمېشن او كلن دوه اړخيزه مشاورت په شمول اداره جاتي مېكنزم يو وارې بيا فعال كړے شي۔ د بهرنیو چارو وزیرانو په دې هم موافقه وكړه چې یو نوے سوداګریز كونسل دے جوړ كړے شي ٬ مصر سره بي ټو بي رابطې لپاره دې مهمې پاكتساني كاروبارۍ ادارې په ګوته كړې شي۔ ٬ په قاهره كښې كښې دې د كال 2026 په دوېمه ربع کښې وزارتي سوداګريز فورم وكړے شي او د دې تيارۍ لپاره دې د كال 2026 په اولني ربع كښې په اسلاآباد كښې مشرانو چارواكو سره غونډې وكړې شي۔ د مصر د بهرنیو چارو وزیر پاكستان لپاره د الازهر الشريف د سكالرشپس يو په دوه كولو اعلان هم وكړو۔ مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کښې د هېپاټایټس سي له منځه وړلو او د الازهر سکالرشپس له لارې د تعلیمي او کلتوري اړیکو د ودې لپاره د مصر د ملاتړ مننه وکړه۔









