پاکستان د 27 م آئيني ترميم په اړه د ملګرو ملتونو د هائي کمشنر په بې بنسټه اندیښنو ژوره اندېښنه لري

اسلام آباد۔30نومبر (اے پی پی پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي کمشنر دفتر بې بنسټه بیان رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د پارلمان په درې كښې دوه برخې اكثريت سره د تصویب شوي 27 م آئيني ترميم په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي کمشنر په بې بنسټه اندیښنو ژوره اندېښنه لري۔ د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو دفتر …

اسلام آباد۔30نومبر (اے پی پی پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي کمشنر دفتر بې بنسټه بیان رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د پارلمان په درې كښې دوه برخې اكثريت سره د تصویب شوي 27 م آئيني ترميم په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي کمشنر په بې بنسټه اندیښنو ژوره اندېښنه لري۔ د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د نړۍ د ټولو پارلماني ډېموکراسۍ په څیر، د قانون جوړولو او په اساسي قانون کښې د هر ډول ترميم کولو واک یوازې د پاکستان د خلکو د ټاکل شویو استازو په اختيار كښې وي۔ جمهوريت او جمهوري تګلاره د مدني او سیاسي حقونو اساس دے، چې باید درناوی یې وشي۔ د پاکستان د پارلمان لخوا تصویب شوې آئيني بدلون په بشپړه توګه د پاكستان په آئين كښې د درج شوې تګلارې له مخې دے۔ پاکستان د بشري حقونو، انساني وقار، بنسټیزو آزادیو ٬ د قانون سرلوړۍ ساتنې، ترویج او مراعاتو خيال ساتلو عزم لري۔ لکه څنګه چې د پاکستان په آئين په ښكاره توګه درج دي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاکستان د بشري حقونو د هائي کمشنر کار ته اهمیت ورکوي بياهم دا خبره د افسوس وړ ده چې خپور شوی بیان د پاکستان د دریځ او ځمکني حقائقو عكاسي نه كوي۔ په اعلامیه کشې له هائي کمشنر څخه غوښتل شوي چې د پاکستان د پارلمان د خپلواکو پرېکړو درناوی وکړي او له هغو بیانونو څخه ډډه وکړي كوم چې د سیاسي تعصب او ناسمو معلوماتو عكاسي كوي۔