صدر مملكت آصف علي زرداري په سوئيلي ختیځه آسیا کښې د سختو سیلابونو له امله په شوي قيمتي زيان او د لكھونو خلكو په بې ځایه کیدو خواشيني اوښودله

اسلام آباد- 30 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په سوئيلي آسیا کښې د سختو سیلابونو له امله په لويه كښې په شوي ځاني زيان او د لكھونو په شمېر خلکو په بې كوره کېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت وویل چې په دې غمجنه پېښه …

اسلام آباد- 30 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په سوئيلي آسیا کښې د سختو سیلابونو له امله په لويه كښې په شوي ځاني زيان او د لكھونو په شمېر خلکو په بې كوره کېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت وویل چې په دې غمجنه پېښه کښې د سلګونو قیمتي ځانونو په زيان او د ګڼ شمېر نورو كسانو بې دركه كېدو په اطلاع پاكستاني اولس ته سخت خفګان رسېدلے دے۔ هغه د اندونیزیا، مالیزیا او تھائي لېنډ له حکومتونو او خلکو سره پیوستون څرګند کړو او د مړو شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښكاره كړه۔ آصف علي زرداري وویل چې پاکستان پخپله هم د موسمياتي بدلون له امله رامخې ته شوو آفتونو سره مخ دے نو ځكه د دې ډول پېښو په دړد او بې يقينۍ ښه پوهېږي۔ ده ووئيل هغه وویل چې د سیلاب ځپلو سیمو او د خپلو کورونو له لاسه ورکوؤنكو كورنيو منظر مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې مونږ ټول انسانان په ګډه د چاپیریالي تباه كاريانو خطرو سره مخ يوو۔ ده ووئيل پاكستان به د سیمه ایزو شریکانو او نړیوالو تنظيمونو سره په نزدې تماس کښې پاتېكيږي دغسې چې د خپل وس له مخې د ځپليو هېوادونو د مرستې په عملي تګلارو غور وكړے شي۔ ولسمشر وویل چې پاکستان په دې سخت وخت کښې د اغیزمنو هېوادونو سره ولاړ دے۔