اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان پيپلز ګوند د 58 مې تاسيس ورځې په موقع د ګوند مشرتابه او كارمندانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پي پي پي په هر يو دور كښې د آئين سرلوړۍ ٬ د بشري حقونو تحفظ او جمهوري اقدارو ته وده وركولو كښی د لومړي صف كردار ترسره كړے دے۔ د خالي په ورځ د سېنېټ …
پاكستان پيپلز ګوند هر دور كښې د آئين سرلوړۍ ٬ د بشري حقونو تحفظ او جمهوري اقدارو ته وده وركولو له د لومړي صف كردار ترسره كړے دے : د يوسف رضا ګيلاني د پي پي پي 58مې تاسيس ورځې مباركي
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان پيپلز ګوند د 58 مې تاسيس ورځې په موقع د ګوند مشرتابه او كارمندانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پي پي پي په هر يو دور كښې د آئين سرلوړۍ ٬ د بشري حقونو تحفظ او جمهوري اقدارو ته وده وركولو كښی د لومړي صف كردار ترسره كړے دے۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاکستان پیپلز پارټي د شهید ذوالفقار علی بھټو په مشرۍ كښې جوړه شوه او د شهيدې بېنظيرې په ستړو او عظيمو قربانيو مضبوطه شوه۔ ده ووئيل د صدر مملكت آصف علي زدراري بردبارۍ او سياسي بصيرت هېواد د سياسي همغږۍ او اداره جاتي استحكام په لوري روان كړو۔ ده د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري متحرك قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل پيپلز ګوند تل د محرومو طبقو د حقونو دفاع كړې ده۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پي پي پي به په سباؤن كښې هم د جمهوريت ودې ٬ د بنيادي حقونو تحفظ او د قومي يو والي استحكام كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔












