بشپړ او مصدقه سفري دستاويزات لرونكے كوم هم مسافر به له سفر څخه ايساورلے نه شي ٬ د داخله وزير محسن نقوي د اسلام آباد ايئرپورټ دورې په موقع خبرې ٬ په فراډ كښې د ككړ ويزا ايجنټس په ضد د كريك ډاؤن امر

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې بشپړ او مصدقه سفري دستاوېزات لرونكے كوم هم سمافر به له سفر څخه ايسارولے نه شي٬ په بهر هېوادونو كښې د روزګار د دروغو لوظونو د لارې وګړو ته د دھوكه وركوؤنكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د اسلام آباد ايئر …

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې بشپړ او مصدقه سفري دستاوېزات لرونكے كوم هم سمافر به له سفر څخه ايسارولے نه شي٬ په بهر هېوادونو كښې د روزګار د دروغو لوظونو د لارې وګړو ته د دھوكه وركوؤنكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د اسلام آباد ايئر پورټ ناڅاپي دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده د امېګرېشن د عمل جاج واغست او بهر هېوادونو ته سفر كوؤنكو مسافرو سره يۍ خبرې وكړې۔ د دورې په مهال محسن نقوي په فراډ كښې د ككړ ايجنټس د فوري كرېك ډاؤن كولو هدايت جاري كړو ٬ ده خبردارې وركړو چې وګړو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار په بانه دھوكه وركوؤنكو سره به هېڅ قسمه نرمي كولې نه شي۔ ده په 7 نومبر د يو مسافر لخوا په امېګرېشن كاؤنټر د عملې د كمي شكايت په جدي توګه نوټس واخست او ذمه وارو چارواكو ته يۍ د ټولو حالاتو د سي سي ټي وي فوټېج د لارې د جاج اغستو او انكوائرۍ كولو امر وكړو۔ وفاقي وزير ددې خبرې پخلې وكړو چې په غېر مصدقه دستاوېزاتو به چاته د سفر كولو اجازه وركولې نه شي او حكومت د بشري قاچاق او په دستاويزي فراډ كښې د ككړ ايجنټ مافيا فعاليتونو ختمولو عزم لري۔