د درې هيواديزه ټي 20 سيريز فائنل ميچ په موقع د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي پينډۍ سټيډيم كښې ميچ څخه وړاندې لوبډلې سره ګروپ فوټو

پېنډۍ ۔29 نومبر(اے پی پی) د درې هېواديزه ټي 20 سيريز فائنل مېچ په موقع د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي پېنډۍ سټيډيم ته ورسېد چرته چې هغه د ملي لوبډلې حوصله زياته كړه او مېچ څخه وړاندې يۍ لوبغاړو سره ګروپ فوټو جوړ كړو۔ د پي سي بي له مخې محسن نقوي خپلو خبرو كښې لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه په سټېډيم كښې …

پېنډۍ ۔29 نومبر(اے پی پی) د درې هېواديزه ټي 20 سيريز فائنل مېچ په موقع د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي پېنډۍ سټيډيم ته ورسېد چرته چې هغه د ملي لوبډلې حوصله زياته كړه او مېچ څخه وړاندې يۍ لوبغاړو سره ګروپ فوټو جوړ كړو۔ د پي سي بي له مخې محسن نقوي خپلو خبرو كښې لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه په سټېډيم كښې د دواړو لوبډلو لوبغاړو په سري لنكا كښې د بارانونو او سېلاب د لاسه په شوي ځاني زيان يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړه۔ د سری لنکا هائی کمشنر فریډ سری ویراتنے او ډپټی هائی کمشنر هم فائنل لوبه كتلو له په سټېډيم كښې موجود ؤ۔ د مېچ په مهال د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د سري لنكا هائي كمشنر سره خصوصي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د كركټ په څانګه كښې په همكارۍ ٬ دوه اړخيزه تړون او د سباؤن په اشتراك د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات مقصد د پاكستان او سري لنكا كركټ اړيكو لا مضبوطول وو۔