د وفاقی وزیر محسن نقوی په پېنډۍ كښې د ډزو پيښې نوټس ، د اسلام آباد پولیس اے ایس آئی علی اکبر په شهادت د ژور غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په پېنډۍ كښې د ډزو پېښې نوټس اغستو سره د اسلام آباد پوليس اسسټنټ سب انسپکټر (ASI) علی اکبر په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير په خپل بيان كښې د شهید افسر د خذماتو او قربانۍ ستائنه كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كړه۔ ده ووئيل مونږ په دې سخت …

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په پېنډۍ كښې د ډزو پېښې نوټس اغستو سره د اسلام آباد پوليس اسسټنټ سب انسپکټر (ASI) علی اکبر په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير په خپل بيان كښې د شهید افسر د خذماتو او قربانۍ ستائنه كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كړه۔ ده ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ محسن نقوی د اسلام آباد پوليس آئي جي څخه د پېښی تفصيلات وغوښتل او د ډزو په پېښه كښې د ككړو ټولو تورونو د فوري ګرفتارۍ هدايات يۍ جاري كړل۔ ده ووئيل مونږ د شهيد اے اېس آئي علي اكبر كورنۍ سره د هغوي په غم كښې شريك يوو او باور وركوو چې د پېښې ذمه وارو ته به ډېر زر د قانون له مخې سزا وركړې شي۔