اسلام آباد۔29 نومبر (اے پی پی) په اسلام آباد كښې د اولنۍ نړيوالې حسن قرأت مقابلې د انعامونو وېش په زړه پورې دستوره وشوه په كومه كښې چې دوهم وزيراعظم اسحاق ډار ګډون وكړو۔ په نورو ګډون كوؤنكو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی، وفاقی وزیر طارق فضل چوهدری، حنیف عباسی، د بېلو هېوادونو سفيران ٬ پارليماني غړي او نوموړي علماﺀ كرام شامل وو۔ د دستورې په مهال …
نړيواله حسن قرأت مقابله ، د پوزیشن ترلاسه كوؤنكو ترمينځه د نغدو انعامونو ويش
اسلام آباد۔29 نومبر (اے پی پی) په اسلام آباد كښې د اولنۍ نړيوالې حسن قرأت مقابلې د انعامونو وېش په زړه پورې دستوره وشوه په كومه كښې چې دوهم وزيراعظم اسحاق ډار ګډون وكړو۔ په نورو ګډون كوؤنكو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی، وفاقی وزیر طارق فضل چوهدری، حنیف عباسی، د بېلو هېوادونو سفيران ٬ پارليماني غړي او نوموړي علماﺀ كرام شامل وو۔ د دستورې په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف او د مذهبي چارو سېكرټري ډاكټر سيد عطاﺀ خطاب وكړو۔ سردار يوسف په خپل خطاب كښې ووئيل د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې دا نړيوال حسن قرات مقابله كول پاكستان لپاره يو درناوې دې۔ ده ووئيل قرآن مجيد د زړونو ترمينځه جوړ پېدا كوي او دا روحونو ته د تسكين رسولو تر ټولو غوره ذريعه ده۔ ده ووئيل پاكستان قرآن سره خصوصي تعلق لري ولې دا په هغه شپه آزاد شو په كومه شپه چې د قرآن پاك نزول پېل شوے ؤ او هغه د رمضان المبارك 27 مه شپه وه۔ ده ووئيل په مقابله كښې په مجموعي توګه د 37 هېوادونو قاريانو برخه واخسته۔ اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكي قاری ته 50 لکه روپۍ ٬ دويم پوزيشن ترلاسه كوؤنكي ته 30 لكه روپۍ او درېم پوزيشن ترلاسه كوؤنكي ته 20 لكه روپۍ انعام وركړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل قرآن كريم زمونږ لپاره د هدايت سرچينه ده او ګردې نړۍ څخه د قاريانو صاحبانو ګډون د يو والي او امن پېغام دے۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت په تېر دوره كښې د اسلام اصلاحاتو پېل شوے ؤ په كوم كښې چې نظام صلاة هم شامل ؤ٬ خو دا لړۍ تعطل سره مخ شوې وه۔ موجوده حكومت نظام صلاة او باجماعت لمونځ لپاره يو وارې بيا كار پېل كړے دے كوم به چې د ګرد هېواد علماﺀ كرامو مشاورت سره نافذ كولے شي۔ ده ووئيل عربي زده كول دوخت مهم ضرورت دے ولې چې په پاكستان د قرآن كريم تلاوت خو كيږي خو ددې معني پوهېدو كښې ستونزې رامخې ته كيږي۔ دې مقصد لپاره په پوهنتونونو كښې د عربۍ ژبې خاص كورسونه پیل كولې شي۔ سردار یوسف اعلان وكړو چې دا مقابله به هر كال كولې شي او په راروان كال كښې به د اسلامي نړۍ ټولو هېوادونو قاريانو ته په دې كښې د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ د دستورې په پايه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير د وزیر اعظم شهباز شریف، قاری سید صداقت، اړوندو ادارو او په خاص توګه د خارجه وزارت مننه مننه وكړه كومو چې د دې نړيوال ايونټ په كاميابولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔












