اسلامي نړۍ له به يو موټې كېدو سره د پيښو ټولو عصري چېلنجونو مقابله كول وي: اسحاق ډار

اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په اسلامي نړۍ كښې د اتحاد او يووالي لا مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې نړۍ دا مهال د بدلون يو دور څخه تېرېږي له دې كبله اسلامي نړۍ له به يو موټې كېدو سره د پېښو چېلنجونو مقابله كول وي۔ د خالي په ورځ د نړيوالې قرات مقابلې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې …

اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په اسلامي نړۍ كښې د اتحاد او يووالي لا مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې نړۍ دا مهال د بدلون يو دور څخه تېرېږي له دې كبله اسلامي نړۍ له به يو موټې كېدو سره د پېښو چېلنجونو مقابله كول وي۔ د خالي په ورځ د نړيوالې قرات مقابلې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې نائب وزيراعظم په غزه ٬ مقبوضه كشمير ٬ لبنان ٬ عراق ٬ شام ٬ ايران او غزہ د بريدونو حواله وركولو سره ووئيل چې نړۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ د شريكې عقيدې او ايمان په بنياد متحد ده او علماﺀ كرام بايد امت ته د يو موټې كېدو تعليم وركړي ولې چې هم دا د اسلامي نړۍ د مسئلو تر ټولو غوره حل دے۔ ده ګډون كوؤنكو ته ووئيل چې متحد پاتې كېږۍ ولې چې په مخ د زمكه كوم هم طاقت مونږ ته نقصان رسولې نه شي۔ مونږ ته پاك پروردګار ډېر څه راكړې دي۔ ده زياته كړه چې اسلامي تعليمات د كوم هم ډول ترهګرۍ يا انتها خوښۍ اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل د يو انسان وژل د ټولو انسانيت وژل او د يو انسان بچ كول د ټول انسانيت بچ كول دي۔ ده ووئيل موجوده حكومت او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔ نائب وزير بېلو هېوادونو څخه راغلې ګډون كوؤنكو ته هركلې ووې ۔ ده ووئيل دا نړيواله دستوره به هر كال كولې شي۔ ده ځوانانو ته نصېحت وكړو چې هغوي د قرآن او سنت تعليماتو څخه لارښودنه ترلاسه كړي او په خپلو ځانونو كښې خواخوږي ٬ مېنه ٬ زغم او د بېن المذاهب همغږۍ په څير صفات پېدا كړي دغسې چې اسلامي نړۍ مضبوطه شي او د پرمختګ او سوكالۍ په لوري روانه شي۔ ده ووئيل د پاكستان آئين د اسلامي تعليماتو په اصولو اډانه لري۔ دا نړيواله مقابله د مذهبي چارو د وزارت تر اهتمام لاندې وشوه په كومه كښې چې د تنظيم تعاون اسلامي 40 څڅه زياتو غړو هېوادونو قاريانو ګډون وكړو۔