اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د ملائيشيا ايمن رضوان د پاكستان پنه اولنۍ نړيوالې قرات مقابله كښې اولنے پوزيشن ٬ د ايران عدنان مومن انكھاميسه او د پاكستان قاري عبد الرشيد په ترتيب سره دويم او دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د حسن قرات مقابلې په اختتامي دستوره كښې ګډون وكړو او لومړو شپږو تر ټولو غوره مقابله كوؤنكو ته يۍ انعامونه او …
د ملائيشيا ايمن رضوان د پاكستان په اولنۍ نړيوالې قرات مقابله كښې اولنے پوزيشن ٬ د ايران او پاكستان قاريانو په ترتيب سره دويم او دريم پوزيشن ترلاسه كړو
اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د ملائيشيا ايمن رضوان د پاكستان پنه اولنۍ نړيوالې قرات مقابله كښې اولنے پوزيشن ٬ د ايران عدنان مومن انكھاميسه او د پاكستان قاري عبد الرشيد په ترتيب سره دويم او دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د حسن قرات مقابلې په اختتامي دستوره كښې ګډون وكړو او لومړو شپږو تر ټولو غوره مقابله كوؤنكو ته يۍ انعامونه او شيلډز وړاندې كړل۔ په دستوره كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف ٬ د مقابلې چيف جج او كوآرډينېټر قاري صداقت هم موجود ؤ۔ اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكي رضوان ته 50 لكه روپۍ انعام وركړے شو۔ د ايران او پاكستان قاريانو ته په ترتېب سره 30 لكه او 20 لكھ روپۍ انعام وركړے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې دا اولنۍ نړيواله قرات مقابله وه كومه چې 24 نومبر څخه تر 29 نومبر په اسلام آباد كښې روانه پاتې شوه۔ په دې كښې 37 اسلامي هېوادونو څخه قاريانو صاحبانو برخه واخسته۔
۔












