اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د آزاد كشمير ايكشن كمېټۍ سره په شوې لوظ نامه د عملدرآمد پيشرفت جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د پاور ډويژن٬ نېشنل هېلتھ سروسز٬وفاقي تعليم٬آئي ټي او ټيلي كام٬ايوي اېشن ډويژن٬مواصلات٬اقتصادي چارو ډويژن٬خزانې او منصوبه بندۍ او پرمختګ پشمول د بيلو وفاقي وزارتونو …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه٬ آزاد جمو او كشمير ايكشن كميټۍ سره په شوې لوظ نامه د عملدرآمد جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د آزاد كشمير ايكشن كمېټۍ سره په شوې لوظ نامه د عملدرآمد پيشرفت جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د پاور ډويژن٬ نېشنل هېلتھ سروسز٬وفاقي تعليم٬آئي ټي او ټيلي كام٬ايوي اېشن ډويژن٬مواصلات٬اقتصادي چارو ډويژن٬خزانې او منصوبه بندۍ او پرمختګ پشمول د بيلو وفاقي وزارتونو سينئر چارواكو ګډون كولو۔ د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو سېكرټري ظفر حسن٬ايډېشنل سېكرټري كامران رحمان خان او د آزاد جمو كشمير چيف سېكرټري خوشحال خان هم په غونډه كښې موجود و۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام اړوند وفاقي وزارتونو او محكمو ته هدايت وكړو چې هغوي په دې لوظ نامه بشپړه او سمدستي عملدرآمد باوري كړي۔ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف ښكاره هدايات جاري كړی چې هغه پخپله په لوظ نامه د عملدرآمد صورتحال څارنه كوي۔انجينئر امير مقام ووئيل چې راتلونكې غونډه به ډېر زر په مظفر آباد كښې وشي٬مونږ به ډېر زر د آزاد جمو كشمير اولس ته خوشخبري وركړؤ۔ اعلٰی چارواكو غونډه اېكشن كمېټۍ سره د لوظ نامې په رڼا كښې په بيلو پروژو د عملدرآمد صورتحال په اړه خبر كړه۔ د دې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام په لوظ نامه د عملدرآمد عزم څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې راتلونكې غونډه به ډېر زر په مظفر كښې وشي٬د آزاد جمو او كشمير خلكو ته به ډېر زر زېري وركړې شي۔٬ده په مجموعي توګه تراوسه پېشرفت مثبت ګرځولې۔وفاقي وزير ووئيل چې په كوم نكات خبره شوې د كشمير حكومت سره به په ګډه په دې عملدرآمد باوري كولې شي۔











