د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني سره د الجيريا سفير ډاكټر براهيم روماني ملاقات

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني سره د الجيريا سفير ډاكټر براهيم روماني پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په پاك الجيريا اړيكو او د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې اترې وشوي۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګیلاني د الجيريا پارليماني پلاوي په …

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني سره د الجيريا سفير ډاكټر براهيم روماني پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په پاك الجيريا اړيكو او د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې اترې وشوي۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګیلاني د الجيريا پارليماني پلاوي په بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې په ګډون د هغه مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د پاك الجيريا تاريخي اړيكو په لا قوي كولو زور راوړلے شو او د اعلٰی كچې پلاويو په تبادلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډاكټر براهيم روماني د سېنېټ چيئرمېن ته د الجيريا د سينيټ صدر لخوا د الجيريا دورې كولو بلنه وركړه۔ سفير پاكستان سره د الجيريا د مرستې زياتولو عزم څرګندونه وكړه۔ ده د سينيټ چيئرمېن د قائدانه صلاحيتونو ستائنه هم وكړه۔

مزید خبریں