صدر مملكت آصف علي زرداري سري لنكا كښې د سيلابونو او د خاورو كمرې لوئيدو پيښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سري لنكا كښې د سيلابونو او د خاورو كمرې لوئيدو پيښو كښې د قيمتي ځانونو او املاكو په زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د مړو شويو كسانو غمجنيو كورنيو سره د غمرازۍ او ځپلې اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ده …

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سري لنكا كښې د سيلابونو او د خاورو كمرې لوئيدو پيښو كښې د قيمتي ځانونو او املاكو په زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د مړو شويو كسانو غمجنيو كورنيو سره د غمرازۍ او ځپلې اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې پاكستان په دې سخت وخت كښې د سري لنكا اولس سره ولاړ دے۔ صدر مملكت ووئيل چې پاكستان پخپله د موسمياتي بدلونونو سنګين اثراتو سره مخ دے او زيات ځپلے شوے دے۔ ده په دې سخت وخت كښې د يو بل په مرسته موسمياتي ريزيلينس ٬ تيارۍ او تخفيف سره اړوندو كډو اقداماتو زور راوړو۔ صدر مملكت د سري لنكا صدر انور اكماراډسانائيكے په نامه د غمرازۍ پیغام كښې حكومت او د سري لنكا اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں