د پي ټي آئي او د وزيراعلی سهيل آپريدي ټول پام د كرپشن په كيس كښې په اډياله زندان كښې بنديوان باني څخه سياسي لارښودنه اخستو لپاره غېر قانوني مطالبې پلو ګرځولے دے كوم چې د زندان د رول خلاف دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي او د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل اپريدي ټول پام د كرپشن په كېس كښې په اډياله زندان كښې سزا خوړونكي باني څخه سياسي لارښودنه اخستو لپاره غېر قانوني مطالبې پلو ګرځولې دے كوم چې د زندان د رول خلاف دي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې …

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي او د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل اپريدي ټول پام د كرپشن په كېس كښې په اډياله زندان كښې سزا خوړونكي باني څخه سياسي لارښودنه اخستو لپاره غېر قانوني مطالبې پلو ګرځولې دے كوم چې د زندان د رول خلاف دي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د پاکستان تحريک انصاف پشمول د خېبر پښتونخوا د وزيراعلیٰ سهېل اپريدي داسې سياسي طرز عمل خپل كړے دے چې پكښې د صوبې اولس لپاره ګورننس شا ته تلې دے او ټول پام ئې يوې غېر قانوني مطالبے پلو ګرځولے دے چې د كرپشن په كېس كښې په اډياله زندان كښې سزا تېرونكي باني څخه سياسي لارښودنه واخلي كومه چې د زندان د رول خلاف ده۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د اهمې صوبې په حېث په ځايې د دې چې صوبائي حكومت خپل ټول ترجيحات امن، ترقۍ او اولسي ريليف جوړ كړي ، د ګوند د قيادت سياست شپه او ورځ په اسلام آباد كښې د يوې غېر قانوني بيانيې نه چاپېره تاوېيږي۔ يوازې دا نه بلكې په ښكاره توګه د تحريکِ انصاف يوې مېرمنې سياست مدارې د انتهائي منفي لائحې له مخې افغانستان څخه چلېدونكې د پاکستان دښمنه اکاؤنټس او د هند په ميډيا د عمران خان په حواله يو ناوړه كمپائن چلولې چې له مخې ئې په ګرده نړۍ كښې د پاکستان د بد نامۍ هڅه شوې۔ ده ووئيل دا طرز عمل د پاكستان ښكاره دښمني ده ځكه چې دې سره هېواد عزت ته د زيان رسولو هڅه شوې٬ تحريك انصاف له پكار دي چې هېواد دښمنه بيانيه او غلط ترجيحات ترك كولو سره اوس د رياست او اولس مفاد مقدم وساتي۔

مزید خبریں