اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټيلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې د پاكستان د آئي ټي څانګه په تندۍ سره وده كوي٬ په دې څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شتون لري ، د جمعې په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل چې د ډيجيټل نېشن پاکستان مقصد په هېواد كښې بشپړه ډيجيټلائزيشن کول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په …
د پاكستان آئي ټي څانګه په تندۍ سره وده كوي: وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټيلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې د پاكستان د آئي ټي څانګه په تندۍ سره وده كوي٬ په دې څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شتون لري ، د جمعې په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل چې د ډيجيټل نېشن پاکستان مقصد په هېواد كښې بشپړه ډيجيټلائزيشن کول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په ذاتي توګه د ډيجيټل وژن نګراني كوي۔ دې ووئيل چې ډيجيټل نيشن پاکستان كښې د نجي څانګې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي٬ د اے آئي کمپنو او د پراډکټس مرستې لپاره قامي مصنوعي ذهانت پاليسي وړاندې كړې شوې ده۔ دې ووئيل مونږ ځوانانو ته د آئي ټي په څانګه كښې سهولتونه وركولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوٶ٬ د حکومتي اقداماتو په سبب د آئي ټي برآمداتو كښې اضافه شوې ده۔











