اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټيلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې سائبر شيلډ پاليسۍ سره به اي ګورننس، مالياتي نظام او هېلتھ ډېټا ته قوي تحفظ ترلاسه شي، په ډيجيټل نېشن پاکستان كښې د نجي څانګې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي۔ دا خبرې دې د "سائبرسکيورټي،سائبرشيلډ پاليسي او سباؤن " په سرخط دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل …
سائبر شيلډ پاليسۍ سره به اي ګورننس، مالياتي نظام او هيلتھ ډيټا ته قوي تحفظ ترلاسه شي: وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټيلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې سائبر شيلډ پاليسۍ سره به اي ګورننس، مالياتي نظام او هېلتھ ډېټا ته قوي تحفظ ترلاسه شي، په ډيجيټل نېشن پاکستان كښې د نجي څانګې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي۔ دا خبرې دې د “سائبرسکيورټي،سائبرشيلډ پاليسي او سباؤن ” په سرخط دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل چې سائبرشيلډ پاليسي د پاکستان د ډيجيټل تحفظ اهم سنګ ميل دے٬ د سائبر شيلډ پاليسۍ اجراء سره د پاکستان ډيجيټل دفاع په نوې پړاٶ كښې داخل شوې ده٬ نوي پاليسي به سرکاري او نجي ادارو لپاره متحده سکيورټي فريم ورك برابر كړي۔ دې ووئيل چې د زياتو شويو ډيجيټل خطرو له مخې د سائبرسکيورټي اهميت نظر انداز كېدې نشي، سائبر شيلډ پاليسۍ سره به اي ګورننس، مالياتي نظام او هېلتھ ډېټا ته مضبوط تحفظ ترلاسه شي۔











