اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر ماليزيا ته د غوښې برآمدات زياتولو لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ مهمه غونډه وشوه د كومې مشري چې هارون اختر خان، د خوراك وفاقي وزير رانا تنوير حسين او وفاقي وزير جام کمال خان په ګډه كوله۔ په غونډه كښې د تجارت٬ فوډ سكيورټي وزارتونو او د سركاري او نجي څانګې شراكتدارو او کنسلټنټس ګډون وكړو۔ …
ماليزيا ته د غوښې برآمدات زياتولو له لوړې كچې كميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر ماليزيا ته د غوښې برآمدات زياتولو لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ مهمه غونډه وشوه د كومې مشري چې هارون اختر خان، د خوراك وفاقي وزير رانا تنوير حسين او وفاقي وزير جام کمال خان په ګډه كوله۔ په غونډه كښې د تجارت٬ فوډ سكيورټي وزارتونو او د سركاري او نجي څانګې شراكتدارو او کنسلټنټس ګډون وكړو۔ د کمېټۍ لخوا ماليزيا ته د غوښې برآمدات لپاره په حتمي بزنس پلان تفصيلي پريزنټيشن وړاندے كړے شو ۔ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل د غوښې د برآمداتو جامع بزنس ماډل تيار كړے شوے دے٬ وزارتونو او د كمېټۍ ټولو په زړه پورې او د ستائنې وړ كار كړے دے۔ وفاقي وزير جام کمال خان ووئيل وړاندې كړې شوې پيکج د ټولو شراكتدارو مشترکه محنت، تحقيق او د عملي مشاورت نتيجه ده۔ ده ووئيل برآمدي لګښت كښې كمي لپاره به دبېنکنګ سېکټر، صوبائي او وفاقي حكومتونو او د سټيټ بينک لخوا مهم كردار لوبول وي۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې پاکستان دا مهال ماليزيا ته د 38 زره ډالرو ماليت د مېښې غوښه برآمد كوي٬ د ماليزيا د معيار له مخې به عصري سلاټر هاؤسز جوړولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې راتلونكې د دريو نه تر پنځو كالو د 200 ملين ډالرو ماليت غوښې برآمداتو هدف مقرر كړے شوے دے ٬ حلالې غوښې ته به د صنعت درجه وركولې شي چې ورسره به برآمدات زيات او معيشت مضبوط شي۔ رانا تنوير حسېن ووئيل عصري سهولتونه او د نړيوال معيار له مخې انفراسټرکچر به د پاكستان د غوښې برآمدي استعداد څو چنده زيات كړي۔ د غونډې په پايې كښې ټول ګډون كوٶنكي دې ته سلا شول چې كوټلې حکمتِ عملي، عصري آسانۍ او د نړيوالو معيارونو علي كولو د لارې به پاکستان ډېر زر د ماليزيا پشمول نړيوال حلال ماركيټ كښې خپل ځايې جوړ كړي۔











