د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم د نيمګړتيا له امله وځنډولې شوه

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سبيكر سردار اياز صادق د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم تر بشپړ كېدو وځنډوله۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه د سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې پېل شوه۔ د كلام پاك له تلاوت ٬ حمد و نعت او ملي سرود څخه وروستو سپیکر د قومي اسمبلۍ د بېلو غړو د روان سېشن په مهال د …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سبيكر سردار اياز صادق د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم تر بشپړ كېدو وځنډوله۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه د سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې پېل شوه۔ د كلام پاك له تلاوت ٬ حمد و نعت او ملي سرود څخه وروستو سپیکر د قومي اسمبلۍ د بېلو غړو د روان سېشن په مهال د رخصتۍ خواستونه منظور كړل۔ د غونډې كارروايۍ په پېل كېدو د اسمبلۍ غړي صبغت الله د اعتراض په نكته د خبرې كولو هڅه وكړه نو سپيكر هغه ته اجازه ورنكړه۔ دې څخه وروستو د اسمبلۍ غړي نبيل احمد كورم په ګوته كړو۔ په دې سپيكر د غړو د شمېرې هدايت وكړو۔ د كورم په نيمګړتيا سپيكر غونډه د كورم تر بشپړ كېدو وځنډوله۔

مزید خبریں