واشنګټن 27 نومبر (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د نيشنل ګارډ په اهلكار ډزې ترهګري ده٬ امريكې له د بائيډن په دور كښې د راغلې افغان كډوالو بيا جاج اخستل پكار دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پوسټ كښې وئيلي دي چې د بائيډن په دور كښې داخل د هر كډوال به لازمي جانچ كول وي۔ د …
د نيشنل ګارډ په اهلكار ډزې ترهګري ده، بريد كښې ښكېل افغان كډوالو له به لوے قېمت وركول وي۔ صدر ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن 27 نومبر (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د نيشنل ګارډ په اهلكار ډزې ترهګري ده٬ امريكې له د بائيډن په دور كښې د راغلې افغان كډوالو بيا جاج اخستل پكار دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پوسټ كښې وئيلي دي چې د بائيډن په دور كښې داخل د هر كډوال به لازمي جانچ كول وي۔ د غېر ملکي خبررسنې ادارې له مخې صدر ټرمپ ووئيل چې د نيشنل ګارډ په اهلكار ډزې ترهګري ده، بريد كښې ښكېل افغان كډوالو له به لوے قېمت وركول وي٬ دا شكمن كس په 2021 كښې افغانستان څخه امريكې ته راغلے ٶ۔ ده ووئيل دا ناوړه بريد د كركې يو عمل او ترهګري ده۔ ده ووئيل ګارډ ژوبل او شكمن كس ګرفتار دے۔ د يادونې وړ ده چې واشنګټن كښې سپېنې ماڼۍ سره نزدې ډزو كښې د نيشنل ګارډ دوه اهلكار ژوبل شوي چې حالت ئې نازك ښودلې كېږي۔ د امريكې چارواكو له مخې د ډزو پېښه فار راګټ اسکوائر سره نزدې رامخې ته شوې كوم چې سپېنې ماڼۍ نه څو بلاك فاصله كښې دے٬ د اېف بي آئي ډائريکټر پشمول د چارواكو د بريفنګ له مخې ډزې كوونكې شكمن كس په حراست كښې اخستې شوې كوم چې يوازې ٶ











