د پي ټي آئي باني سره د زندان مينوئل له مخې ملاقاتونه كېږي٬ يو د ھغه ليګل ټيم او يو د ھغه كورنۍ ملاقات كوي۔ طلال چوهدري

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني سره د زندان مينوئل له مخې ملاقاتونه كېږي٬ يو د ھغه ليګل ټيم او يو د ھغه كورنۍ ملاقات كوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر فيصل جاويد د اعتراض د نكتې په ځواب دهے ووئيل د زندان خپل يو مينوئل وي چې …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني سره د زندان مينوئل له مخې ملاقاتونه كېږي٬ يو د ھغه ليګل ټيم او يو د ھغه كورنۍ ملاقات كوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر فيصل جاويد د اعتراض د نكتې په ځواب دهے ووئيل د زندان خپل يو مينوئل وي چې له مخې ئې ملاقاتونه كېږي٬ د پي ټي آئي باني سره د زندان مينوئل له مخې ملاقاتونه كېږي٬ يو د ھغه ليګل ټيم او يو د ھغه كورنۍ ملاقات كوي۔ ده ووئيل چې عدالت د پي ټي آئې باني سره په ملاقاتونو كښې اوورسائټ اېښې دے٬ يو اهلكار نه غواړي چې ھغه د عدالتي احكاماتو خلاف ورزي كولو سره د خپلې نوكرۍ نه لاس ووېنځي۔ ده ووئيل د دې نه علاوه ھغه ته هر سهولت وركولې كېږي چې پكښې ديسي چرګ، شپږ لوي بېركس، د ايكسر سائز مشينيں نه علاوه د ھغه خپل كك دے، خپل ټي وي لري او يو فزيو هم ورسره دے٬ څلور كسان په سړكونو ډرامے كوي او اوس خو دوي په ضمني ټاكنو كښې هم ماتي سره مخ دي

مزید خبریں