اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د اروپائي ائتلاف مانيټرنګ پلاوي د جي ايس پي پلس ډائريكټوريټ سلاحكار سرجيو بليبريا په مشرۍ كښې ليدلي٬ په پلاوي كښې د اروپائي ائتلاف سفير رائمونډاس كاروبلس پشمول نورو اعلٰې چارواكي شامل وو۔ په دې موقع د بشري حقونو وفاقي سيكرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ دا خبره د بشري حقونو وزارت …
پاكستان د اروپائي ائتلاف پلاوي سره د جي ايس پي پلس او د بشري حقونو د عزم پخلې وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د اروپائي ائتلاف مانيټرنګ پلاوي د جي ايس پي پلس ډائريكټوريټ سلاحكار سرجيو بليبريا په مشرۍ كښې ليدلي٬ په پلاوي كښې د اروپائي ائتلاف سفير رائمونډاس كاروبلس پشمول نورو اعلٰې چارواكي شامل وو۔ په دې موقع د بشري حقونو وفاقي سيكرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ دا خبره د بشري حقونو وزارت لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د مانيټرنګ پلاوي هركلے وكړو او جي ايس پي پلس فريم ورك لپاره ئې د پاكستان د مضبوط تړون پخلې وكړ ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان–اروپائي ائتلاف شراكت داري په حكمرانۍ كښې اصلاحات، اداره جاتي مضبوطيا او تل پاتې پرمختګ لپاره مركزي حيثيت لري۔ ده په دې موقع پاكستان د اروپائي ائتلاف پلاوي سره د جي ايس پي پلس او د بشري حقونو د عزم پخلې هم وكړو











