سټيټ بينك د پخواني او موجوده پارلماني غړو د يو اكاٶنټ بلاك كولو په اړه هدايات نه دي جاري كړي۔ سينيټر اورنګزيب

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې سټيټ بينك د پخواني او موجوده پارلماني غړو د يو اكاٶنټ بلاك كولو په اړه هدايات نه دي جاري كړي، د پارلماني غړو د اكاٶنټس په اړه د مسئلو حل لپاره په بېنكونو كښې فوكل پرسنز تعينات كړې شوې دي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر جان محمد د پام …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې سټيټ بينك د پخواني او موجوده پارلماني غړو د يو اكاٶنټ بلاك كولو په اړه هدايات نه دي جاري كړي، د پارلماني غړو د اكاٶنټس په اړه د مسئلو حل لپاره په بېنكونو كښې فوكل پرسنز تعينات كړې شوې دي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر جان محمد د پام راګرځونې د نوټس په ځواب خپلو خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل په جولائي كال 2019 كښې د سياسي شخصياتو د اكاٶنټس په اړه سركلر جاري كړې شوې ٶ٬ سټيټ بينك په پخواني او موجوده پارلماني غړو كښې د يو اكاٶنټ بلاك كولو په اړه هدايات نه دي جاري كړي، د پارلماني غړو د اكاٶنټس په اړه د مسئلو حل لپاره په بېنكونو كښې فوكل پرسنز تعينات كړې شوې دي٬ سټيټ بينك كمرشل بينكونو ته هم هدايت كړے دې ھغوي د پارلماني غړو د اكاٶنټس په حواله خپل فوكل پرسنز تعينات كړي چې له مخې ئې هر بينك خپل فوكل پرسن تعينات كړے دے چرته چې پارلماني غړي خپل شكايات درج كولې شي

مزید خبریں